ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سمنګان کې د څلورو چک‌ډېمونو چارې د شاوخوا ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د سمنګان ولایت په مرکز او په حضرت سلطان، خرم و سارباغ او روی دو آب ولسوالیو کې د کوکجر، ده اصل، دره بابا او دره بچه چک‌ډېمونو د جوړولو چارې د ۸.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د یادو چک‌ډېمونو چارې د شمال سیندیزې حوزې لوی ریيس انجنیر رفیع الله مجتبی، د سمنګان سیندیزې فرعي حوزې ریيس محمد عمر انس او د حضرت سلطان مرستیال ولسوال مولوي عبدالله سمنګاني په شتون کې پيل شوې.

دغه چک‌ډېمونه په یادو ولسوالیو کې د سیلابونو د ویجاړیو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې او د باران اوبو د ذخیره کولو په موخه پلي کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې په یادو ولسوالیو کې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت پلي کېږي.