د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د کسب کارانو او هټیوالوخونې له یو شمېر استازو سره لیدنه کړې.
د کسب کارانو او هټیوالو خونې د پلټنې رییس او د یادې خونې د کابل ښار د دوکاندارانو مرستیال ویلي؛ خوشاله یوو چې د اسلامي امارت مسولین د خلکو غږ، ستونزې او وړاندیزونه له نږدې اوري او د ستونزو په حل کې راسره پوره همکاري کوي.
یادو ویناوالو همدارنګه د کسب کارانو او هټیوالو خونې اړوند ځینې ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریکې کړې او ویلي يي دي، په یاده خونه کې د خپلسریو او اساسنامې خلاف کړنو مخنیوی دې وشي.
ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي؛ موږ کوښښ کوو چې د خپل وس اړوند ستاسو ستونزې حل شي او د اړتیا په صورت کې به ستاسو ستونزې له اړوندو مسولینو او د اسلامي امارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې شي.
د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریيس زیاته کړې؛ د اسلامي امارت مشرتابه تل خپلو مسولینو ته لارښوونه کوي، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره نهایي کوښښ وکړي.
ملي تاجرانو ته تر یوه حده اسانتیاوې برابرې شوي او هیله ده، چې دوی د هېواد او ملت ګټو ته لومړیتوب او ارزښت ورکړي.
د نوموړي په وینا؛ د تېرو ۴۰ کالو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په هره برخه کې هېواد او هېوادوالو ته په اخلاص د خدمت ښه زمینه برابره شوې، تاجران او ټول هېوادوال دې خپل زحمتونه ګالي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت مسولین د ټولو ستونزې په سړه سینه اوري او د حلولو کوښښ یې کوي.

