ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ کوم هېواد د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام زیات ګټلی دی؟؟

کوم هېواد د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام زیات ګټلی دی؟؟/ روزي خان خپلواک

د سږني پړاو په ګډون تر دې دمه د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام لپاره ټولټال ۱۳ پړاوه سیالۍ شوې دي.

لومړي ځل لپاره کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام په ۱۹۷۵م کال کې د انګلستان په کوربتوب ترسره شو. لومړی پړاو چې خورا مهم او تاریخ‌ساز و، نو ویسټنډیز وشو کولای، چې دغه تاریخي ویاړ په خپل نوم کړي.

څرنګه چې ویسټنډیز په لومړي پړاو کې نوم وویست، نو دویم ځل یې هم کومه لوبډله دې ته پرې نه ښوده چې د دوی له منګولو دې دغه جام پورته کړي. دویم ځل چې په انګلستان کې ترسره شو، کوربه هېواد تر پایلوبې له ویسټنډیز سره زورازمايي وکړه، خو په دې بریالی نه شو، چې د لومړي پړاو اتلې لوبډلې څخه دغه جام واخلي.

د درېیم پړاو کوربتوب ویاړ بیا هم انګلستان ترلاسه کړ. داځل چې په ۱۹۸۳م کال کې وشو، له لومړي او دویم پړاو څخه یې لوی توپیر درلود. په پړاو کې کوربه لوبډله نیمه لاره کې پاتې شوه او د جام اخیستو لپاره هند تر پایلوبې ځان ورساوه. هند خورا پیاوړی میدان ښکته شو.

له ډیر کم ۱۸۰ منډو هدف څخه یې دفاع وکړه، د لومړي او دویم پړاو اتله لوبډله یې ماته کړه او لومړي ځل لپاره یې نړیوال جام اسیا ته راووړ.

څلورم پړاو لپاره د هند او پاکستان په ګډ کوربتوب سیالۍ وشوې. په دې پړاو کې اسټرالیا د یو پیاوړي ټیم په صفت میدان ته راووتله. ډېرې لوبډلې یې له مخې لرې کړې او ځان یې تر فاینله ور ورساوه. دغه لوبډلې په ډیر کم توپیر سره انګلستان مات کړ او د نړیوال جام ټرافي یې د اسیا او اروپا ور هاخوا اسټرالیا لویې وچې ته انتقال کړ.

په ۱۹۹۲م کال کې یو ځل بیا تاریخ بدل شو. داځل پاکستان وکولای شول، چې له اسټرالیا څخه جام دویم ځل لپاره اسیا ته راوړي.

شپږم ځل لپاره ددې جام لپاره په هند او پاکستان کې سیالۍ وشوې. داځل سریلانکايي لوبډلې اسټرالیا ناهېلې کړه او له پاکستان څخه یې اتلولي واخیسته او د سریلانکا کولومبو ته یې انتقال کړه.

اووم ځل کرېکټ نړیوالې شورا بل ډول پرېکړه وکړه، هغه داسې چې ټرافي په اسیا کې وه، خو دوی ورته لوبې په اروپا کې ترتیب کړې. دا ځل پاکستان له اسټرالیا سره وروستۍ لوبې ته ووت. په پایلوبه کې اسټرالیا خوار کوچنی ۱۳۴ منډې هدف وټاکه، خو پاکستان ایله بیله ۱۳۲ منډې وکړې او جام اووم ځل لپاره اسټرالیا خپل کړ.

اسټرالیا د خپلو پیاوړو لوبغاړو پر مټ وکولای شول، چې ۸ کاله نور هم دغه اتلولي له ځان سره وساتي.

لسم پړاو چې د هند او بنلګه‌دېش په کوربتوب په ۲۰۱۱م کال کې وشوې، کوربه هندۍ لوبډلې پایلوبه کې سریلانکا ماته کړه او دویم ځل لپاره یې نړیوال جام کپ اسیا ته راوړ.

یوولسم پړاو لپاره سیالۍ بیا اسټرالیا او نیوزیلاینډ ته انتقال شوې. په دې دوره کې اسټرالیا بیا د تېر پړاو غچ واخسیت او پینځم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

دوولسم پړاو نړیوال جام سیالۍ په انګلستان کې ترتیب شوې. دا ځل نو انګریزان په نوي فکر او نویو لوبغاړو سره ډګر ته ښکته شول او په ښې کارکردګۍ یې ځان تر فاینله ورساوه. پایلوبه کې یې د نیوزیلاینډ پر وړاندې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته د زیاتو بولډریو په راوړلو سره یې دولسم پړاو اتلولي خپل کړه.

دیارلسم پړاو سیالۍ د هند په کوربتوب وشوې. د دې پړاو پایلوبه نن ماسپښین یوه بجه د کوربه هند او اسټرالیا تر منځ د هند احمد اباد ښار په نریندرامودي نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.