ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره اونۍ هېواد ته د شاوخوا ۶۰۰ بهرنیو وګړو تګ او  راتګ ثبت شوی

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي؛ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د تېرې اونۍ په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳۲۵ بهرنيو وګړو راتلل او ۲۷۹ کسانو وتل ثبت کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دې رياست تېره اونۍ په کابل ښار کې شاوخوا ۲ زره او ۱۲۴ هېوادوالو ته د نويو او مثنی تذکرو د وېش او د کاغذي تذکرو د تاييد او لغوه کولو خدمتونه او دا راز  ۳۲۱ کسانو ته یې په غير حضوري توګه د تذکرې خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ښاغلي رافیع په وینا؛ د دې ادارې له خدمتي څانګو څخه د تېرې اونۍ په اوږدو کې نږدې یو زر او ۳۴۵ هېوادوالو ته په کاغذي تذکرو کې اصلاحات او د دې ترڅنګ ۲ زره او ۲۸۶ کسانو ته زېږون کارتونه او ۸۰ نورو کسانو ته د مړينې پارچې وېشل شوې دي.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري بڼه د کاغذي تذکرو د وېش، د مړينو او زېږېدنو د ثبت، د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت پر غاړه لري او هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.