څه موده وړاندې کابل کې د افغانستان کرېکټ اړوند د کابل امریت له لوري د کابل د ۱۰ خصوصي کلبونو د ۱۶ کلنو کمعمره لوبغاړو ترمنځ پیل شوې ۲۰ اوریزې کرېکټ سیالۍ تېره ورځ د یوې جذابې سیالۍ وروسته د محمد خان ځدران روزنځای په بریا پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پای لوبه د محمد خان ځدران او ایوبي لوبډولو ترمنځ وشوه، چې په پایله کې یې محمد خان ځدران سیالې لوبډلې ته د عرفان الله نقیبي په غوره توپوهنې سره په ۵ ویکټو ستره ماته ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دې سیالیو په پایلوبه کې عرفان الله نقيبي ۶۱ ناسوزېدلې منډې جوړې کړې او د دې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
دغه راز په دې سیالیو کې انور منګل ترټولو غوره لوبغاړی، عرفان الله نقیبي غوره توپوهونکی او رحمت الله خروټ بیا غوره توپاچونکی وټاکل شو.

