ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل والي د یوناما او ملګرو ملتونو له استازو سره د اوبو د ښه مدریت په موخه لیدنه کړې

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، اقتصاد ريیس، سیندیزې حوزې رییس، د کليو پراختيا او بيا رغونې رييسانو په شتون کې د یوناما، ملګرو ملتونو له استازو سره په کابل ښار او ولسوالیو کې د اوبو د ‌ښه مديریت په موخه لیدنه کړې.

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ویلي، د کابل ولسونه اوس پاکو اوبو ته اړتیا لري او دغه اړتيا بايد پوره شي.

ښاغلي خالد د ملګرو ملتونو له استازي څخه غوښتي، چې نړۍ ته د افغانستان ريښتينی انځور وړاندې کړي.

کابل والي له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لوري د ترسره شويو مرستو په پار مننه کړې او زیاته کړې یې ده؛ چې د کابل ولسونه د پاکو اوبو له نشتون سره مخ دي‌ او اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د دې بحران مخه ونيسي.

د نوموړي په وینا؛ د پنجشېر اوبه کولای شي د کابل شمالي برخه ښه مديریت کړي او همدا شان د شاتوت للندر پروژې په ګټې اخیستنې سره به کابل کې د اوبو ستونزه حل شي.

د اقتصاد ریيس انجنير حامد ابراهیم ویلي؛ د افغان ولسونو ستونزې په بنسټيزو پروژو حل کيږي او نړيوال بايد د افغانستان په بنسټيزو پروژو کار وکړي.

د یوناما او ملګرو ملتونو استازو افغانستان کې راغلی سرتاسري امنيت ستایلی او ویلي يي دي، د څښاک اوبو د کمښت ستونزې حل د يادو سازمانونو لومړيتوب دی.

د يوناما او ملګرو ملتونو استازو ديادې ستونزې حل ته چمتوالی ښودلی او ویلي يي دي؛ چې له مرکزي دفتر سره خبرې کوو، ترڅو کابل ښار کې د اوبو ستونزه حل شي.

د دې غونډې په پای کې د لا ښې همغږۍ په موخه یو ګډه کمیېټه هم جوړه شوې.