ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د کډوالو وضعیت ارزونې په موخه سپین بولدک ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي، چې پکې د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال او د راستنېدونکو سوداګرو لپاره د اسانتیا برابرولو کمېټې غړي هم برخه وال دي، د کندهار په سپین بولدک کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو وضعیت له نږدې ولید.

 ښاغلي عزیزي له راستنېدونکو کډوالو سره د پوښاک په برخه کې زر کمپلې مرسته کړې، چې کډوالو ته د مرستو وېشل کېدونکې کمېټې ته وسپارل شوې.

 دوی د کډوالو د راستنېدو استقبال، روغتیایي خدمات او د خوراک او پوښاک په برخه کې د بوختو کمېټو هڅې او فعالیتونه له نږدې ولیدل.

 یاد پلاوي چې پکې د راستنېدونکو سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیا برابرولو کمېټې غړي هم مله دي له پاکستان سره پر کرښه د افغان سوداګرو په تېره بیا د سپین بولدک د سوداګرو د ترانزیت او تجارت اړوند ستونزو د حل ډاډ او بشپړ اطمینان ورکړ.