ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوزبیکستان په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه بڼونه او د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اوزبیکستان د کرنې وزارت د چارواکو ترمنځ د درې جلا هوکړه لیکونو پر بنسټ، د اوزبیکستان هېواد په افغانستان کې پر ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه د انګورو بڼونه، د څاڅکي اوبو خور په سیستم سمبال بڼونه، د غنمو، پنبې، خټکي او سبو کروندې جوړوي.

دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني، د اوزبیکستان د کرنې وزیر جمشید خواجه یوف او د دواړو هېوادونو د یو شمېر چارواکو په شتون کې د دواړو هېوادونو د کرنې د چارواکو له خوا د اوزبیکستان پلازمېنه تاشکند کې  لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ ټاکل شوې، چې د اوزبیکستان هېواد په بېلا بېلو برخو لکه؛ په ۱۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو بڼونو جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې بېلابېلو مېوه لرونکو بڼونو لپاره د څاڅکي اوبوخور سیستم جوړول، په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د غنمو او پنبې اصلاح شوي تخمونه کرل او په ۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د بېلابېلو سبو او خټکيو د کرکیلې په برخه کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره همکاري وکړي.

دغه بڼونه او کروندې د اوزبیکستان هېواد په تخنیکي او مالي او د افغانستان د کرنې سکتور د متخصصینو په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۶۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې مناسبې اوبه، خاوره او اقلیم ولري جوړېږي.

دغه هوکړه لیکونه اوزبیکستان ته د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلاوي د سفر په ترڅ کې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د اوزبیکستان هېواد د کرنې وزارت د انګورو بڼونو، اصلاح شویو تخمونو او سبو د پانګونې برخې د چارواکو ترمنځ لاسلیک شول.