د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د هلمند ولایت والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د امارتي ادارو او خصوصي سکتور رییسانو او مسولینو، سوداګرو او صنعتکارانو د هلمند ولایت د دوو جلا مراسمو په ترڅ کې په ۱۷۵ جریبه ځمکه کې د یوه صنعتي ښارګوټي (بُست) او (دوراهي) په سیمه کې ملي صنعتي پارک په ۲۰۰۰ زره جریبه ځمکه کې پرانیست.
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان پر صنعتي کېدو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د وارداتو له انحصاري اقتصاد څخه پر صادراتو د ولاړ اقتصاد په موخه هېواد کې د صنعتي پارکونو پرانیستل د اسلامي امارت د پالیسیو په لومړیتوب کې ځای لری.
په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال په هېواد کې اقتصادي ودې او پرمختګ ته د اسلامي امارت د رهبرۍ او په ځانګړې توګه د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت مقام د پاملرنې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې صنایعو ته له ځانګړې پاملرنې پرته موږ د هېواد اقتصادي پرمختګ او پرخان بسیاینې ته نه شو رسیداي.
په یادو مراسمو کې د هلمند والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په یاد ولایت کې د سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو لپاره د دوو نویو صنعتي پارکونو د پرانیستلو مبارکي ورکړې او خصوصي سکټور ته یې په یادو صنعتي پارکونو کې دپانګونې بلنه ورکړې ده.
د هلمند ولایت د خصوصي سکټور استازو په یوه وخت کې د دوو پارکونو پرانیستل په دې ولایت کې د صنعت د راتلونکي لپاره نیک ګام بللی دی.
په پای کې د دوو پارکونو د پرانستلو مراسم د پټۍ په پرې کولو او د افغانستان د صنعتي کېدو له لارې د خلکو د ژوندانه د ښه والي په دعا سره پای ته ورسېدل.

