ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکر د کابل ښار د شپږمې ناحیې له علماوو او مخورو سره لیدنه کړې

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د کابل ښار د شپږمې ناحیې له يو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.

علماوو او قومي مشرانو اسلامي امارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، د اسلامي نظام په راتګ سره د زورواکۍ او ظلم لمن ټوله شوې، چې له امله يې د ولس رضایت ترلاسه کړی دی.

نوموړو د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندیزونه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر له ریيس سره شریک کړل.

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر راغلو مشرانو ته ښه د راغلاست تر څنګ ویلي؛ اسلامي امارت د افغانانو د هوسا ژوند لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکی کار کوي، چې له نېکه مرغه ولس هم له چارواکو سره همکار دی.

نوموړي زیاته کړې، دا مهال اړوند ادارې د ښاري ژوند د لا زياتو ننګونو د‌ مخنيوي په موخه د هېواد په لویو ښارونو کې ګڼې ودانیزې پروژې تر لاس لاندې لري او دا لړۍ به دوام ولري.

مولوي ذاکر د کابل ښار شپږمې ناحیې د خلکو د ستونزو د‌ حل په اړه ویلي، له اړونده ادارو سره به د همغږۍ له لارې د ولسونو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.