تېره شپه د حماس او اسرائیلو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې ۳۹ فلسطینیان چې ۳۳ یې ماشومان او شپږ یې ښځې دي د اسرائیلو له زندانونو ازاد شوي.
ویل کېږي چې یاد بندیان له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.
ورته مهال په دې تبادله کې د حماس لخوا څلور ټایلنډیان او ۱۳ اسرائیلیان ازاد شوي.
یاد کسان د سره صلیب له لوري د رفح بندر له لارې لومړی مصر او بیا اسرائیلو ته لېږدول شوي دي.
دا پر غزه د صهیونیستی رژیم له برید او بشري سرغړونو وروسته د یرغمل شویو کسانو دویمه جوپه ده، چې د دواړو لورو له خوا خوشي کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د هوکړې له مخې، د تېرې جمعې په ورځ څلور ورځنی اوربند پیل شو.
په دې اوربند کې پر غزه د بریدونو درول، د بندیانو تبادله او غزې ته د بشري مرستو په رسولو هوکړه شوې ده.

