ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ګردیز-زرمت سړک د قیر اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت لخوا د ګردیز – زرمت عمومي سړک د قیر اچونې چارې پيل شوې.

 یاد سړک د ۱۵ کیلومتره په اوږدلي سره د پکتیا ولایت له مرکز ګردیز څخه پیل د دغه ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي او د هېواد جنوب ختیځ ولایتونه (پکتیا، پکتیکا او غزني) له جنوب لوېدیځو ولایتونو  (زابل، کندهار او هرات) سره وصلوي.

دغه سړک د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرک سره د قرارداد له مخي رغول کیږي.

د یادونې وړ ده؛ چې د دغې پروژې د چارو په بشپړيدو سره به د زرمت ولسوالۍ د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او د پکتيا او ګاونډیو ولایتونو اوسېدونکو ته به د ښوونې، لوړو زده کړو او روغتیایي برخو کې اسانتیاوې را منځ ته شي.