ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري د لوي او کوچني پامير له مشرانو سره لیدنه کړې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري د لوي او واړه پامير له يو شمېر مشرانو او استازو سره لیدنه کړې.

مخورو، پاميرونو ته د اسلامي امارت په ځانګړې توجه خوښي څرګنده کړې او له سرپرست وزیر څخه يې مننه کړې، چي د دوی غوښتنو ته يې ښه انعکاس ورکړی او ستونزو ته يې رسيدنه شوې.

نوموړو د اسلامي امارت له لوري پامیریانو ته د لارې رغولو، مخابراتي او روغتیایي خدماتو او هڅو قدرداني کړی او یو لړ نورې ستونزې یې د حل په موخه شریکې کړي دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ویلي؛ موږ ستاسې ستونزې د اړونده ارګانونو تر څنګ د عاليقدر امیرالمؤمنین تر مقامه هم رسولې دي.

 سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د پامیریانو د ستونزو حل ته د حکومت په کچه لومړیتوب ورکول کېږي.

ملا نورالله نوري زیاته کړې؛ پامیر له تېرو ۱۰۶ کالونو څخه د حکومت له هر ډول مرستې څخه بې برخې و، خو د اسلامي امارت په راتګ سره اوس ددې سيمې وګړي د حکومت په چوکاټ کې رسمي دندې تر سره کوي.