د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني غزني ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له سيمه ييزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو او ګڼ شمېر ځوانانو سره لیدنه کړې.
د غزني والي محمد امین عمري له ګاونډيو هېوادونو څخه په زور راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د لنډمهالې سرپناه په اړه د حکومت چوپړتياوو په اړه معلومات وړاندې کړي او ياد ولايت کې يې له مېشتو خلکو غوښتي، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
د یاد ولایت اوسېدونکو د دې ولايت تاریخي دورې ته په اشارې سره ویلي؛ غزني له زرګونه کلونو راهیسې د اسلامي تمدن مرکز، د محمود او سنايي په شان سترو شخصیتونو ټاټوبی دی د خپلو اسلامي او تاریخي ارزښتونو له مخې ځانګړی ځای لري.
په ناسته کې سوداګرو او صنعتکارانو هم شتون درلود، دوي د اوسني نظام د بريا اصلي سرچينه له خلکو سره مستقيمه اړيکه بللې، او په وينا يې امنيت د بل هر وخت په پرتله ښه شوی او د قانون يو شان پلي کول يې د هېواد د پرمختګ لپاره اړين ګام یاد کړی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ د افغانانو میړانې، د ځوانانو سپېڅلې ارادې او زړورتیا په برکت موږ د یوه ملت په توګه د افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه. هر افغان باید د هېواد د پرمختګ په برخه کې پوره ونډه واخلي ترڅو د ازادۍ او خپلواکۍ د نعمت شکرانه ادا کړو.
نوموړي زیاته کړې؛ بل هر وخت ته په کتو هېواد کې د بیارغونې او ابادۍ چارې ګړندۍ شوي، جګړه پر امن بدله شوې او د خپلسرو کړنو او ګډوډۍ پر ځای خپلواک او وارث نظام رامنځ ته شوی دی.
د ښاغلي حقاني په وینا؛ که څه هم د پاکستان ولس او علماوو د دواړو انقلابونو پر مهال افغانانو سره ښه چلند وکړ، خو د افغان کډوالو په جبر را ايستلو په اړه يې د حکومت وروستۍ پرېکړې د افغانانو په ګډون ټول لوري او اړخونه خفه کړل.
د ياد هېواد دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ شوې اوهېڅ راز قانوني توجېه نه لري.
سرپرست وزیر دغه راز له سوداګرو، بډايه او عامو هېوادوالو غوښتي، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.
خلیفه سراج الدین حقاني د افغانانو ترمنځ پر نرم چلند، تحمل او ورورګلوۍ ټينګار کړی، له مسولينو يې غوښتي، چې د قدرت تر اغېز لاندې رانشي او له خلکو سره ښه چلند او تعامل و کړي.

