په غزه کې د حماس او اسرایلو ترمنځ ټینګ شوی څلور ورځنی اوربند د نن او سبا لپاره غځول شوی او ټاکل شوې په دغه موده کې دواړه لوري یو شمېر نور اسیران؛ حماس ۲۰ تنه اسرایلیان او اسرایل بیا ۵۰ تنه فلسطینینان خوشې کړي.
د امریکا سپینې ماڼۍ هم د اوربند غځول تایید کړي او حماس هم منلې چې دوه نورو ورځو کې به هم یو شمېر اسرایلي اسیران خوشې کړي.
اسرایلي چارواکو د نن ورځې په لومړیو کې په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تازه ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې اسرایلي لوري د نورو اسیرانو لېست، چې ګوندې حماس یې خوشې کړي، ترلاسه کړی دی.
د څلور ورځيني اوربند له پیله تر اوسه ۴۰ اسرائیلي برمته شوي او ۱۱۷ فلسطیني بندیان خوشي شوي دي.

