د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې له سرپرستې رافیلا لودیک او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
خلیل الرحمن حقاني آغلې رافیلا لدیک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په پاکستان، ایران او ترکیې هېوادنو کې د کډوالو د وضعیت او په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د ارقامو په اړه معلومات ورکړي.
رافیلا له حقاني څخه د راستنېدونکو کډوالو د غوره مدیریت او تنظیم په برخه کې مننه کړې او ویلي يي دي، دا ستاسو ځانګړی مهارت او فن و چې په دې اندازه راستنېدونکي مو ښه مدیریت او خدمات مو ورته وړاندې کړل.
نوموړې زیاته کړې؛ موږ باید په ګډه او پوره همغږۍ راستنېدونکو ته خدمات وړاندې کړو او همدا راز یې د راستنېدنکو کډوالو له پاره د ۱۴۲ میلیون یورو مرستې اعلانولو وعده کړې.
رافیلا همداراز ویلي؛ موږ به په ګډه له یونیسار او ای، او، ایم سره هم د راستنېدونکو په اړه د همغږۍ ناستې ولرو او په هر ډول شرایطو کې ستاسو سره همکارۍ ته چمتو یو.
د کډوالو چارو سرپرست وزیر د اروپایي ټولنې له سرپرستې او مل پلاوي له همکاریو څخه مننه کړې او ویلي يي دي؛ کوربه هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ایران او ترکیه د افغان کډوالو د ځورولو څخه لاس واخلي او د دوی انساني او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي او همداراز دې خپل اموال له دوی څخه په ناقانونه توګه و نه سپموي نه کړي.
همدا راز یې راستنېدونکو ته د خېمو او کور جوړولو په موخه د زیاتو مرستو غوښتنه کړې او د اسلامي امارت له لوري یې دوی ته د امنیت او شفافیت ډاډ ورکړی.

