ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حماس او اسرائیلو تر منځ د بندیانو تبادله؛ ۳۰ فلسطینیان او ۱۰ اسرائیل ازاد شوي

د صهیونیستي رژیم او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې په پینځم پړاو کې ۳۰ فلسطینیان، چې ۱۵ ښځې او ۱۵ ماشومان دي د اسرائیلو له زندانونو ازاد شوي.

په بدل کې حماس هم ۱۲ اسرائیلیان چې ۹ ښځې، یو ماشوم او دوه ټایلنډیان پکې شامل دي، ازاد کړي دي.

د حماس او صهیونیستي رژیم تر منځ د اوربند او شوې هوکړې له مخې دا د بندیانو د تبادلې پینځم پړاو دی.

د پرون سې‌شنبې ورځې له تبادلې سره تر دې دمه د حماس له لوري ۸۱ اسرائیلیان ازاد شوي.

دغه‌راز د صهیونیستي رژیم له لوري بیا ۱۸۰ فلسطینیان ازاد شوي دي.

د حماس او اسرائیلو تر منځ په پیل کې په څلور ورځني اوربند هوکړه شوې وه، چې دوې ورځې نور هم وغځېد.

د بندیانو د تبادلې جریان دواړه لوري د اوربند غځولو ته هیله‌مند کړي او ښايي پینځه ورځې نور هم اوږد شي.