د ټولګټو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ حلقوي سړک د وجاړۍ مخنیوي په موخه د یو استنادي دېوال د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه دېوال ۵۸ متره اوږدوالی او پینځه متره لوړ والی لري.
همداراز د یادې ولسوالۍ په تور راغه سیمه کې د یو بل دېوال د رغونې چارې د ننګرهار ولایت د ټولګټو درییس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسولوینو په شتون کې پیل شوې.
د دغه دېوال اوږدوالی ۲۵ دی او شپږ متره لوړوالی لري.
د غه سړک چې د نهو ولسوالیو خلک د تګ راتګ پرمهال ترې ګټه پورته کوي، وړاندې یې د خرابوالي له امله شکایت کوو او د تېریدو پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د خلکو ټرانسپورټي ستونزې حوارې او د سرک د لا خرابېدو مخه به ونیول شي.

