د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټې رییس قاري دین محمد حنیف د اروپايي ټولنې مشرې رافائلا یودیچي Raffaella Iodice او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر او د مهاجرینو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټي استازو د مالیې وزارت، کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت، د افغاني سرې میاشتې ټولني او د بیرته راستنېدونکو هېوادوالو د امنیت مسول شتون درلود.
د اقتصاد سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې مشرې او مل پلاوي ته هرات ولایت کې د وروستیو طبیعي پیښو له امله زیانمن شوو وګړو او اوسمهال د پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو او د حل لارو په برخه کې معلومات ورکړي.
د اروپايي ټولنې مشرې رافائلا یودیچی د افغانستان اسلامی امارت او بلخصوص د کډوالو لپاره د ځانګړي کمېسیون او اړونده کمېتو کړنې د قدر وړ بللي.
د اروپايي ټولنې لخوا د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د ۱۴۳ ملیونه ایرو مرستو ډاډ ورکړل شو.
د اروپايي ټولنې مشرې د کډوالو لپاره د مرستو د جلب او جذب کمیټي ته ډاد ورکړی، چی د یادې ټولنې مرستې به د کمیټې سره په پوره همغږۍ اړمنو ساحو ته رسیږي او په راتلونکي کې یي هم د بشري مرستو د دوام هیله ډاد ورکړی.

