د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي او د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د زابل ولايت د صنعت او سوداګرۍ د پراختيا په موخه په یاد ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ رياست په رسمي ډول پرانيست.
د زابل والی مولوی حزبالله افغان سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبري پلاوي، د اسلامي امارت مسولینو او خصوصي سکتور له مسولینو سره په کتنه کې زابل د یو کرنیز ولایت او له پاکستان سره ګډې پولې له امله مهم او په دغه ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیستل يې اړین بللي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د بادینۍ ګمرک فعالېدل د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د نورو سرحدي ګمرکونو د فشار د کمولو او بهرنیو بازارونو ته د دغه ولایت د کرنیزو محصولاتو پر وخت د رسېدو لپاره مهم بللې او هیله یې ښودلې، چې په دې ولایت کې به ډیر ژر د صنعتی او سوداګریزو جوازونو د زیاتوالی شاهدان واوسو.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په دغه ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو د اهمیت په پام کې نیولو سره د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولینو ته دنده سپارلې، چې د زابل له ولایتي ادارې سره په همغږۍ دې د صنعتی پارک لپاره ځمکې د تثبیت او د صنعتي پارک جوړیدلو د اسنادو د طی مراحلو لپاره وړاندیز د وزارت ته وړاندې کړی.

