د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جِنک اونال ویلي؛ د ترکیې ملت او دولت له افغانانو سره دیني، تاریخي او فرهنګي پیوند لري، دی او همکاران یې د ترکیې په سفارت کې کوښښ کوي، چې دا پیوندونه لا زیات پراخه او پیاوړي کړي.
د ترکیې سفیر د هرات زلزله ځپلو او را اېستل شویو افغان کډوالو سره د خپل هېواد د مرستو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ دا مرستې به وکولی شي، چې په سوړ موسم کې د کډوالو او زلزله ځپلو د ستونزو یوه برخه حل کړي.
ښاغلي اونال په نړیواله کچه د دواړو هېوادونو د همکارۍ په برخه کې ویلي، د ترکیې او افغانستان دولتونه لکه څنګه چې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې همنظره دي د نړیوالو او اسلامي نړۍ د مسایلو او پېښو په اړه هم یو ډول دریځ لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، جِنک اونال ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هېوادونو د دیني، تاریخي او فرهنګي پیوندونو یادونې ته په اشارې ویلي، دا پیوندونه د افغانستان او ترکیې اړیکې په بېلابېلو برخو کې په راتلونکي کې هم پیاوړې کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات زلزله ځپلو او راستنېدونکو کډوالو په اړه د ترکیې د ملت او دولت د مرستې او همدلي مننه کړې او زیاته کړې یې ده، دا مرستې د دوه مسلمانو او وروڼو ملتونو ترمنځ د ښو او نیکو اړیکو ښودونکي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره له بېلابېلو ادارو او کمېټو څخه کمېسیون جوړ کړی او شته امکاناتو ته په پام توانېدلی چې په ښه توګه یې مدیریت کړي.

