ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: جمعه

نېټه: ۱۷/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۰/۹/۱۴۰۲ ھ ش

هېواد ته له بیلابیلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو له‌خوا یاد کډوالو ته رسیدنه شوې او بیلابیل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.

بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي.

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۱۷۳ کورنۍ ثبت شوې او راجسټر شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

په عمري کمپ کې د خـدماتي  کمـېـټې له‌خـوا شپږ زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډئ او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي.

د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې ۵۵۰ کمپلې، ۲۵۰ بستې معدني اوبه او ۵۵۰ ښځینه او نارینه څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۲۵۰ بستې خوارکي توکي او همدارنګه ۱۳۵زره ليټره اوبه رسول شوي دي.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۴۳۹ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:

د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې اته تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور د لیسانس سند لرونکي، یو تن ماسټر، دوه حافظان، ۳۳۸ تنه غریبکار او ۱۸۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۵۴۲ تنه کیږي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

د سپین بولدک په سیمه کې ۲۴۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۴۸۸ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.

له دې جملې ۱۹۵ کورنۍ چې یو زر او ۲۳۷ تنه کیدل، (آی، او اېم) ته او ۴۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۵۱ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ور وپیژندل شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۹۳ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۴۹ تنه کیږي کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

عمري او ښوراندام کمپونو کې پینځه زره او ۱۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۷۶ زره لیټره اوبه هم رسول شوي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۱۷۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۶۵۴ تنو ته بیلابیل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۷۰ کسانو سکرینینګ شوی او د ۱۰ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.

پکتیـــــــکا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې درې کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په ښرنه او انګور اډه کې د ۶۸ کسانو تداوي شوې ده او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۹۸ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې.

د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري شپږ عدده سیمکارټونه ووېشل شول.

زابــــــــــــــــــــل

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د زابل د شملزو ولسوالۍ د زنځیر په سیمه کې درې کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۰ تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له زنځیر سیمې څخه درې کورنۍ بیلابیلو کلیو ته انتقال شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري درې کورنیو ته لس لس زره افغاني مرسته ورکول شوه.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په زابل کې درې کورنیو ته سرې میاشتې له لوري ٢٣ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې وې، ورکړل شوې.

د خدماتو کمېټې له لوري ۵۰ تنو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوه.

نیمـــــــــــــــــــرزو

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۷ تنه کیږي، هیواد راستنې شوې چې د مسولينو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه زره او ۱۹۲ تنه مجردین هم ثبت شوي، چې له دې ډلې ۳۱۹ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوي دي.

د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

نیمروز ولايت کې ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷۶ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسېدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

د مالي چارو کمېټه:

د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز ولايت کې له نهه کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

راستانه شویو هیوادوالو ته د عامه پوهاوي په برخه کې پوره لارښوونې شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء