له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نل ليکې هغه چارې، چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخت مخکې بشپړې شوي دي.
په دغه ترسره شوو چارو کې د راتلونکي کال پینځه سلنه چارې هم پر مخ تللي دي.
دغه نل لیکه، چې ٩٤،٥ کیلومتره اوږدوالي لري او د شبرغان ګاز مزار شریف ښار ته انتقالوي د کانونو او پټرولیم سرپرست وزارت له لوري د ٦٠٩ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.
د پلان له مخې سږکال باید ١٦ کیلومتره نل لیکه غزول شوې وی، چې له نیکه مرغه دغه نل لیکه ١٨،٥ کیلومتره غزول شوې او د کال تر پایه به نوره هم وغزول شي.
په سېمه کې د نل لېکې کارکوونکي د مسولینو پوره همکاري، د ډاډمن امنیت شتون، او د متخصصو او مخلصو انجینرانو هلې ځلې د دې پرمختګ عمده لاملونه بولي.

