غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو پر وړاندې په تازه غبرګونونو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې غزه کې د اسرائیلو کړنې دولتي تروریزم دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې دولت پر غزه د اسرائیلو د بېرحمه بریدونو پر وړاندې، چې د ملکیانو د وژلو سبب کېږي، چوپ نشي پاتې کېدای.
ښاغلي اردوغان عربي اماراتو کې د اقليمي بدلون نړيواله سرمشریزه ‘کاپ ۲۸مه’ کې له ګډون وروسته او بېرته راتګ پر مهال ویلي؛ اسرائیلي چارواکي چې د نسل وژنې د قربانیانو په نوم پېژندل کېدل، اوس په قاتلینو بدل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر دارنګه زیاته کړې، چې حماس په هېڅ صورت د غزې له راتلونکې نشي بېلېدای.

