ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: بهر مېشتي پانګوال دې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې له مسول او غړو سره لیدنه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او مهاجرینو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مهاجر سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمېټې مسول نورالدین عزیزي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یادې کمېټې د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته هر اړخیز معلومات ورکړي.

نوموړي ویلي؛ د دې کمېټې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعت کارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه له نورو ټولو کمېټو سره په منظمه او همغږې توګه هڅه کوي، ترڅو افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر زیاته کړې؛ دغه کمېټه د صنعتي پارکونو د رامنځته کولو په موخه بېرته راستنېدونکو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده، دغه راز د دوی د تشویق او هڅولو په خاطر ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ لازمه ده چې د یادې کمېټې غړي د بېرته راستنېدونکو کډوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه خپلې ټولې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاؤ برابرولو د رامنځته کولو په موخه په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې افغانستان کې پر خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ او پر مختګ کې ګډه ونډه واخلي.