ورځ: شنبه
نېټه: ۱۸/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۱/۹/۱۴۰۲ ھ ش
هېواد ته له بېلابېلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو لهخوا یاد کډوالو ته رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.
بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي.
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۲۰۱ کورنۍ ثبت شوې.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۲۲ خيمې او اته تشنابه ودرول شول او همدارنګه د اته ټانکرونو په ذریعه ۱۳۰ ټانکيو کې اوبه واچولې.
۵۰ کورنۍ کمپ کې مېشت شوې او د پاتې نورو کورنيو کارونه تکميل او خپلو سيمو ته لېږدول شوي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې لهخـوا شپږ زره تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوي .
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې ۳۵۰ کمپلې، ۲۵۰ بستې معدني اوبه او ۳۰۰ څادرونه، بوټونه او کوټونه، ۲۵۰ بستې خوراکي توکي او همدارنګه ۱۳۵ زره لېټره اوبه کډوالو ته رسول شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته ۴۹۱ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې شوي، د مراحلو طی کولو په اړه ورته معلومات او فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي او د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ د مهاجرت يو شمېر ورقې پر کډوالو ووېشل شوې.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۱ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه حافظان، ۱۳۴ تنه غریبکار او ۱۲۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۲۷۶ تنه کیږي.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
سپین بولدک کې ۱۹۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۹۹۴ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۱۲۲ کورنۍ چې ۶۰۱ تنه کیدل، (آی، او اېم) او (ډبلیو اېف بي) ته او ۷۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۹۳ تنه کیده (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ور وپیژندل شوې.
۳۶ تنه بندیان هم ثبت شوي او اووه بې سرپرسته ماشومان (ام پي او) ارګان ته ورپیژندل شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۲۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۴۰ تنه کیږي کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
عمري او ښوراندام کمپونو کې څلور زره او ۶۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۹۰ زره لیټره اوبه ورسول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې، د هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا ۲۷۹ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۹۲۳ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۸۷ کسانو سکرینینګ شوی او د شپږ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.
پکتیـــــــــــــا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پکتیا ولایت دنډ پټان ولسوالۍ د خرلڅیو له لارې څلور کورنۍ هېواد ته راستنې شوې، چې مسولينو له لوري ثبت شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
پکتیا کې د مؤقت مېشت کولو کمېټې له لوري په کمپ کې څلور کورنۍ ځای پر ځای او د خدماتو او صحي چارو کمېټې له لوري ورته د خوراک او څښاک او نورو برخو کې خدمات ارایه شول.
پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې درې کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۵ تنه کیږي، ثبت او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
درې کورنۍ له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
انګور اډه کې د ۶۳ کسانو تداوي شوې، شپږ کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۱۰۰ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري شپږ عدده سیمکارټونه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
نیمـــــــــــــــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په نیمروز کې د ورېښمو له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۱ تنه کیږي، هېواد راستنې شوې چې د مسولينو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.
په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۵۱۳ تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي چې له دې ډلې ۱۶۲ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپیژندل شوي دي.
د مؤقت میشت کولو کمېټه:
نیمروز کې نن شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسېدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.
د مالي چارو کمېټه:
د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له شپږ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
نیمروز کی نن درې کورنیو ته چی د افرادو شمېر یې ۱۰ کیږي اړین خدمات وړاندې او ډوډۍ ورکول شوه.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
راستانه شویو هېوادوالو ته د روغتیا او عامه پوهاوي په برخو کې خدمات وړاندې شوي دي.
هــــــــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د هرات په اسلام کلا بندر کې ۱۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه کیږي، ثبت شوې.
د مالي چارو کمېټه:
هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
کابــــــــــــــــــــل – مرکز
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
کابل کې د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري ۲۶ کورنۍ چې افرادو شمېر یې ۱۳۸ تنه کیږي، کندوز او بلخ ولایتونو ته ولیږدول شوې او ۱۸۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

