د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
چمتو شوي شمیرې ښیي، چې په 1402 کې دهېواد په کچه شاوخوا ۴.۳۵ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او 548 زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.
دا په داسې حال کې ډه، چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.
سږکال دهېواد په کچه د غنمو ترکښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیون هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه.
هلمند، کندهار، هرات او کندوز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو دکرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.
په ۱۴۰۲ ام کال کې هلمند او کندوز ولایتونه هغه ولایتونه دي، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات تولید لري او پنجشیر، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دې، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو کم تولید لري.
تخار او فارياب هغه ولایتونه دي، چې د للمي غنمو تر ټولو زيات توليد او ننګرهار او باميان هغه ولایتونه دې، چې په ١٤٠٢ کال کې د للمي غنمو تر ټولو کم توليد لري.
په ۱۴۰۲ کال کې، د اوبیزو غنمو کرل شوي سیمه د تېر کال په پرتله نږدې ۴.۴ سلنه او د للمي غنمو سیمه شاوخوا ۱۵ سلنه زیاه شوې ده.
په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه د اوبیزو غنمو د هر هکتار حاصلات نږدې ۲.۸۳ ټنه او د للمي غنمو حاصلات شاوخوا ۰.۸۱ ټنه په هر هکتاره ځمکه کې ده.
د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.

