د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په قطر کې د اسلامي امارت سفیر دوکتور محمد نعیم په شتون کې د دوکتور شیخ علي محي الدین علي القره داغي په مشرۍ د مسلمانو علماوو ټولنې یو شمېر غړو او مشایخو سره لیدنه کړې.
راغلو علماوو تر اوږدې مبارزې وروسته د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي ښودلې، په بین المللي مسایلو کې یې د اسلامي هېوادونو او امتونو یووالی د وخت اړتیا بللې او ویلي يي دي؛ اسلامي دولتونه د دې موضوع په درک کولو سره هڅه کوي، ترڅو د نړۍ مسلمانان له یو بل سره متحد شي.
د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو د سرتاسري امنیت تامین، د اسلامي قوانینو پلي کول او په مختلفو برخو کې د افغانستان پراختیا او بیارغاونې په څېر کړنې او لاسته راوړنې ستایلي.
مولوي عبدالسلام حنفي د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی سره پر ملاقات خوښي ښودلې او د مسلمانانو په یووالي او اتحاد کې یې د علماوو رول مهم بللی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبت الله اخوندزاده حفظه الله له لوري د عمومي بښې اعلان ته په اشارې ویلي، په دې اعلان سره د زرګونه کسانو ژوند خوندي شو او په هېواد کې د غچ اخیستنې مخه ونیول شوه.
ښاغلي حنفي په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنیت ټینګښت، د اداري فساد او نشه یي توکو کر، سوداګرۍ او قاچاق له منځه وړل او د معتادینو راټولول او اړمنو ته د معاش ټاکل، د سود معاملاتو منع کول او په ادارو او معاشونو کې د اصلاحاتو ترسره کول د اسلامي امارت اقدامات بللي او له علماوو او مشایخو څخه یې غوښتي، چې دغه اقدامات د نړیوالو او مسلمانانو تر غوږونو ورسوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ګاونډیو هېوادونو له لوري په زور د افغان کډوالو ویستنې موضوع ته په اشارې زیاته کړې، که څه هم دغه ویستنه د ټولو بین المللي نورمونو خلاف ترسره شوه، خو اسلامي امارت د دې پروسې د مدیریت لپاره له مختلفو ادارو او کمېټو څخه یو کمېسیون جوړ کړ او د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته یې رسېدنه کړې او د هغوی دایمي مېشتېدنې لپاره پاملرنه او همکاري اړینه ده.

