شیخ علي محی الدین علی القره داغي د اسلامي نړۍ د علماوو د اتحادیې عمومي منشي د مل پلاوي د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي سره لیدنه کړې.
د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ د اسلامي امارت له بریا او فتحې وروسته په خپلو فعالیتونو پیل وکړ، چې تر اوسه یې د معروفاتو د اقامې، منکراتو ازالې او د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې برخو کې ګڼ شمیر د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، یاد وزارت د فرائضو، واجباتو، سنتونو او مستحباتو پړاوونو ته په پاملرنې سره خپل ټول اړوند فعالیتونه پرته له کوم افراط او تفریط څخه پر مخ وړي.
شیخ محمدخالد حنفی ویلي؛ د اشغال پر مهال په افغانستان کې د منکراتو ګراف خپلې لوړې کچې ته رسیدلی و، چې د اسلامي امارت په راتګ او د دې وزارت د منسوبینو په حکیمانه فعالیتونو سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې.
د امربالعروف وزارت سرپرست وزیر په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف د ارزښت په هکله ویلي؛ اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر څخه پرته بشپړېدای نشي، د افغانستان د خلکو د جهاد له مهمو موخو څخه د پردي اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قایمول وو چې اوس دې لویو موخو ته رسېدلي دي.
شیخ محمد خالد الحنفي د دي وزارت د کاري ساحې په هکله ویلي؛ د امر بالمعروف وزارت د اته زره تنو څخه د زیات تشکیل په لرلو سره په درې بنسټیزو ساحو کې چې ملکي برخو امربالمعروف، نظامي برخو امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو برخو کې کړنې ترسره کوي، له نېکه مرغه په ټولو یادو برخو کې ښې لاسته راوړنې له ځانه سره لري.
د اسلامي نړۍ شیوخ او علماوو د امر بالمعروف وزارت له اصلاحي کړنو څخه په ستاینې سره ویلي؛ مونږ د افغانستان د اسلامي امارت څخه ملاتړ کوو.
د دی پلاوي مشر ویلي؛ ستاسو کړنې د نورې اسلامي نړۍ لپاره ښه نمونه ګڼل کېږي او د افغانستان څخه د ليدنې په ترڅ کې مونږ پوه شو چې تاسې په سمې لارې روان یاست.
په دې لیدنه کې د اسلامي نړۍ علماوو د مسلمانانو ترمنځ په خپل منځي همکارۍ باندې ټینګار کولو سره څرګنده کړې، چې که د فلسطین ولس د یو اسلامي نظام په جوړښت باندې و توانیږي د اسلامي امارت تجربې به له هغوی سره د نظام په جوړولو ګټمن تمامېدای شي.
دوی همدارنګه د هغو کډوالو ستونزو ته په اشارې سره، چې په دې وروستیو کې خپل هېواد ته را ستانه شوي دي ویلي؛ یادو کډوالو سره د مرستې لپاره دوه د لومړني توکو محمولې راوړي چې پر هغوی به یې ووېشي

