د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد د اسلامي نړۍ د علماوو له لوړ پوړي پلاوي سره لیدنه کړې.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ له شک پرته، چې دغسې ليده کاته به د حکومتونو او خلکو تر منځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د ملي دفاع سرپرست وزیر ویلي؛ هغه څه چې نن په فلسطین کې روان دي نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد دی، لکه څنګه چې د اسلامي امارت مجاهدین په خپلو ایماني وسلو سره نړۍ د سترو قدرتونو په مقابل کې بریالي شول، فلسطینیان به خامخا په خپل قوي هوډ دا جګړه ګټي.
ډاکټر علي محمد قره داغي د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله وه، د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس په دې هېواد کې خلک په بشپړ خوندي چاپیریال کې ژوند کوي.
نوموړي د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ له پروګرامونو ملاتړ کړی او د افغانستان خلکو ته یې د اسلامي هېوادونو د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.

