د جاپان دولت له افغانستان سره د ۵۸.۴ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړی دی.
په کابل کې د جاپان سفارت پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې یاده بشري مرسته به د بې ځایه شویو کډوالو د ژوند ښه والي په موخه د همکارو بنسټونو نړیوال سازمانونو او د جاپان د غیر دولتي موسسسو له لوري د افغانستان خلکو ته ورسول شي.
په دې سره د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره د جاپان حکومت د مرستې اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ هر ورځ له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه زرګونه افغان کډوال په زوره تش لاس بېرته افغانستان ته را استول کېږي، او مرستو ته جدي اړتیا لري.

