ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر: مسولینو ته ورسپارل شوی مسولیت ملکیت نه بلکې امانت دی

  د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د یاد وزارت له رییسانو سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د دې ناستې ترسره کېدو موخه د وزارت په کچه له رييسانو سره د چارو څار، د اداري کار کوونکو ترمنځ سالمې همغږۍ رامنځته کېدل، هېوادوالو ته د چارو ترسراوي په برخه کې د لازمو اسانتیاوو او سالمې همغږۍ رامنځته کېدل یاد کړي.

خلیفه سراج الدین حقاني د دغه وزارت اداري کار کوونکو له لوري ولس سره ښه چلند او په ښه توګه د چوپړتیاوو ترسره کېدل ستایلي او په وینا یې سره له دې، چې د چارو ترسراوي په برخه جدي نیمګړتیا نه لیدل کیږي، خو د لا ښه ترسراوي په یې موخه یې پر لا هڅو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې؛ مسولې ادارې باید د نویو تشکیلاتو د ګمارنې په لړۍ کې په بشپړه توګه روڼتیا په پام کې ونیسي او کار د کار اهل ته وسپاري او ویلي يي دي، اړوند مسولین باید د راتلونکي کال تشکیلاتو ته بشپړ چمتووالی ولري.

ښاغلي حقاني له خلکو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او په وینا یې، مسولین باید خپلو چارو ته پام وکړي او پر وخت خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسیدنه و کړي.

د سرپرست وزیر په وینا؛ د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاملیدل او هېوادوالو ته چوپړ کول پر ویاړ سربېره د دنیا او اخرت د بریا وسیله ګرځېدلې ده.

سرپرست وزیر ویلي؛ اسلام د میانه روۍ دین دی او تاسو باید له خلکو سره د سختۍ پر ځای نرم چلند و کړئ.

ټول کار کوونکي باید خپل صورت او سیرت په اسلامی اخلاقو سمبال کړي، مسولیت ته باید د ملکیت په توګه نه بلکې د امانت په توګه وکتل شي او د یووالي په شتون کې د ښه خادم په توګه، موجوده قواعدو ته په پام خپله چارې ترسره او د مشرانو احکام او فرامین پر ځان او نورو هېوادوالو پلي کړئ.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي ویلي؛ پر وخت چارو ته رسیدل، له خلکو سره ښه چلند او تعامل د نظام د پایښت ضمانت کوي.

 ښاغلي جلالي له مسولینو غوښتي، چې له مامورینو سره ښه چلند او مامورین باید به بشپړه توګه د خپلو مشرانو اطاعات و کړي.

همداراز د کورنيو چارو وزارت اړوند د جرمونو کشف لوی رياست رييس مولوي سلطان مفکر د ياد وزارت د رييسانو په استازولۍ خبرې کړي او ډاډ يې ورکړی، چې د ښې حکومتولۍ په برخه کې به تر پخوا خپلې هڅې ګړندۍ کړي.