د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور د المان فدراسیون ۳۰ شرکت له اجرایي رییس ډاکټر سباستیان هاینه سره لیدنه کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي؛ چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو، بهرنیو پانګه والو ته د زمینې برابرولو او سراسري امنیت په اړه خبرې کړي.
ډاکټر سباستیان د شخصي دفتر د جوړېدو، د کانونو او پټرولیم وزارت او د اروپايي هېوادونو پانګه والو ترمنځ د ارتباطي پل د جوړېدو په اړه خبرې کړي او ويلي يې دي؛ ټول اروپايي پانګه وال کولی شي، چې له دې لارې معلومات ترلاسه او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی، په ځانګړې توګه اقتصادي تعاملات.
نوموړي دغه راز د ياد شرکت له رییس څخه د طرحې وړاندې کولو غوښتنه کړې او د پانګونې په برخه کې يې د اسانتیاوو برابرولو په اړه د کانونو د قانون او طرزالعمل سره سم د همکاریو ژمنه کړې ده.

