د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي مولوي حزب الله افغان سره لیدنه کړې.
د زابل والي د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې او څرګنده کړې یې ده، چې سیمه ییز مسولین د یاد ولایت د خلکو د امنیت د تامین ترڅنګ د دوی د ستونزو د حلولو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
مولوی حزب الله افغان ویلي، په زابل ولایت کې اجباري بېرته راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
ده دغه راز د اسلامي امارت له رهبري یې غوښتي، چې د کرنیزو ځمکو پراختیا، په لېرې پرتو سیمو کې د روغتونونو جوړولو، بېرته راستانه شویو کډوالو ته د کارموندنې او انکشافي پروژو د پلي کولو برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت او سیمه ییز مسولین د افغان ولسونو د ستونزو حل او دوی ته د هوساینې د رامنځته کولو په موخه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د یادو شوو ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.

