ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي؛ اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د زېربناوو ابادولو لپاره چټکې هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې هېواد د عارفان موسسې له رییس عمر فاروق مدرس اوغلو او یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه کړې.

د عارفان موسسې رییس په افغانستان کې د سرتاسري امنیت پر تامین خوښي ښودلې.

عمر فاروق مدرس اوغلو ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د اقتصادي پراختیا او پانګونې په برخه کې زیات کارونه ترسره شوي او دا چاره د دې لامل ګرځېدلی، چې سوداګر او پانګوال افغانستان ته رامات او په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د عارفان موسسه او د ترکیې هېواد پانګوال غواړي، په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د اسلامي امارت له رهبري غواړي، پدې برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو کې ورسره همکاري وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت هر ډول پانګونې ته په افغانستان کې زمینه برابره کړې او له ټولو پانګوالو او سوداګرو غواړي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، رامنځته شویو اقتصادي فرصتونو ته په پام، اسلامي امارت د افغانستان د زېربناوو د ابادولو په برخه کې له وقفې پرته هڅه کوي.

همداراز له داخلي او بهرني پانګوالو غواړي، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ښاغلي حنفي ویلي، اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.