د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چې په غزه کې یې د اوربند غوښتنه کړې وه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له لوري د دې وړاندیز له رد وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا غندلې او ویلي یې دي، چې دا شورا د اسرائیلو د ګټو ساتونکې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د اکتوبر له اوومې، د اسرائیلو او حماس د جګړې له پیل او پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم له یرغل سره سم، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیلو د ګټو په ساتونکې بدله شوې ده.
رجب طیب اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غزې د اوربند له وړاندیز سره مخالفت وکړ.
په دې غونډه کې ۱۳ دایمي او موقتي غړو د غزې د اوربند وړاندیز ته مثبت رایه ورکړه، خو امریکا له دې وړاندیز سره مخالفت وکړ، تر څو پر غزه تړانګه د اسرائیلو بریدونه جاري پاتې شي.
ښاغلی اردوغان د امریکا د دې تصمیم په اړه وايي: “ایا دا عدالت دی چې یوازې پینځه هېوادونه دې د ټولې نړۍ د سرنوشت لپاره تصمیم ونیسي، نړۍ له دې پینځو هېوادونه ډېره لویه ده.”
د ترکیې ولسمشر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی؛ بله نړۍ هم جوړېدلای شي، داسې نړۍ چې امریکا نه وي پکې، تر څو ټول تصمیمونه ونیسي.
نوموړي ویلي، چې امریکا په پیسو او نظامي تجهیزاتو د اسرائیلو تر څنګ ولاړه ده.
ښاغلي اردوغان له امریکايي چارواکو پوښتلي، چې تر څو به د اسرائیلو ملاتړ کوئ او تر څنګ به یې درېږئ؟
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې اسرائیل هره ورځ د بشري حقونو اعلامیه نقضوي.
اسرائیلو له حماس سره له یوې اونۍ اوربند وروسته پر غزه تړانګه یو ځل بیا بریدونه پیل کړي، چې له امله یې په تېره یوه اونۍ کې ۳ زره فلسطینیان شهیدان شوي.
د دې جګړې له پیل څخه تر اوسه نږدې ۱۸ زره فلسطینیان په شهادت رسېدلي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

