ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د اوبو او برېښنا وزارت له پخواني سلاکار سره لیدنه کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د اوبو او برېښنا وزارت له پخواني سلاکار ښاغلي انجنیر محمد قسیم نعیمي سره لیدنه کړې او د کاني زېرمو او د هېواد د اوبو پر کنټرول یې خبرې کړي.

 انجنیر محمد قسیم نعیمي د مس عینک کان لپاره د کاپیسا ولایت د صیادو له اوبو څخه د برېښنا بند د جوړوېدو، چې تر ۲۰۰ میګاواټ پورې د برېښنا ظرفیت لري یادونه کړې.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د سروبي اوبه د ۱۸۰ میګاواټو برېښنا تولید وړتیا لري.

همدارنګه یې د اوبو د بندونو د جوړېدو ترڅنګ یې د قوشتېپې، شاتوت بند، د لوګر دریا او تر ځمکې لاندې اوبو په اړه څرګندونې د وزارت له مقام سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د یادې طرحې د عملي کېدو په موخه به د اوبو او برېښنا وزارت سره په همغږۍ خپلو هڅو او همکارۍ ته دوام ورکړي.