ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

که په ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې ټرمپ بریالی شي، نو امریکا به له ناټو سازمان لاره بېله کړي

امریکایي مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ځلې بریا کولی شي له ناټو سازمان د امریکا متحده ایالاتو د وتلو لامل شي.

ورځپاڼې د ناټو سازمان د ځینو غړو هېوادونو د چارواکو او سیاستوالو هغې وړاندوینې ته په اشارې، چې ګواکې واک ته د ټرمپ بیا راتګ به له دغه سازمان څخه د امریکا د بېلېدو لامل شي، لیکلي؛ چې د ناټو سازمان ځینې هېوادونه د ټرمپ بیا راتګ ته اندېښمن دي.

ځینو پخوانیو امریکايي چارواکو ویلي، چې دا به تاریخ کې د دغه هېواد لویه ستراتیژیکه ماتې وي.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې راتلونکي کال کې ترسره کیږي، چې بایډن او ټرامپ یې مخکښ نوماندان بلل کیږي.