د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د مختلفو ولایتونو يو شمېر علماوو، متنفذينو او سوداګرو سره لیدنه کړې.
متنفذینو د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او د مختلفو ولایتونو د سيمه ييزې حکومتوالۍ په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي او په هېواد کې يې په سراسري امنيت خوښي ښودلې.
نوموړو په مختلفو برخو په ځانګړي ډول کرنيزې پراختيا، د کانونو استخراج، د کانالونو او اوبو بندونو په جوړولو خوښي ښودلې او ویلي يي دي، د افغانستان وروڼه قومونه د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې اسلامي امارت سره همکار دي.
علماوو، متنفذينو او سوداګرو همداراز د اسلامي امارت رهبري غوښتي، ترڅو د ښوونې او روزنې، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو پلي کولو ته پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، اسلامي امارت د هېواد ابادۍ لپاره له ځنډ پرته هڅه کوي او په دې برخه کې د افغان ملت همکاري اړينه ده.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ د هېواد په مختلفو برخو کې انکشافي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي، چې قوش تېپې کانال، سالنګ لویه لار، حلقوي سړک، کابل – کندهار لویه لار او چيک ډيمونه د دغو لویو پروژو بېلګې دي.
نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت د هېواد خلکو او ځوانانو ته د کارموندنې په موخه د نورو لویو پروژو د تطبیق په لټه کې دی او په دې برخه کې په کلک هوډ اقدام کوي.

