یکشنبه د ۲۶/۵/۱۴۴۵ نېټه، چې ۱۹/۹/۱۴۰۲ نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي دي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د تورخم له لارې ۹۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا ۷۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نن په تورخم کې ۳۵ کورنۍ چې د میشتدنې په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې څلور زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۵ زره لیټره اوبه وېشل شوي دي.
البسه: په عمري کمپ کې یادو راغلیو کډوالو ته لاندې البسه توزیع شوه:
۳۸۰ کمبلې، ۱۰۰ پاکټه پنځه کیلویی کالیو منځلو صابون او ۱۳۰ پکیجه خام غذایي مواد ویشل شوي.
مخابرات: راغلیو کډوالو ته ۲۸۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، د ماسترۍ سند لرونکید یو حافظ، ۱۱۲ تنه غریبکار او ۷۲ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۸۹ تنه کیږي، ثبت شوي دي.
په تورخم کې ۱۳۶ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د سپین بولدک له لارې ۱۴۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۷۸۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۳ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعا یو میلیون او ۴۳۰ افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له کندهار او سپین بولدک ولسوالۍ څخه ۳۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۱ تنه و، کندهار، هرات، زابل، او کابل ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن په سپین بولدک کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې درې زره او ۸۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۰۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۴۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکی، یو تن لیسانس څلور تنه حافظان، درې تنه دیني عالمان، ۱۶۶ تنه غریبکار او ۶۷ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۲۴۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې عمومي مسول ملا خيرالله خيرخواه کندهار ته پخپل سفر کې د سپین بولدک د کډوالو د لنډمهالې مېشتېدنې له کمپونو څخه لیدنه کړې ده او د اړوندو کمېټو په خدمت بوخت کارکوونکي یې لاښه خدمت ته هڅولي او دوی ته یې د اړینو سپارښتنو تر څنګ ویلي چې د ديني او ملي مسوليت له مخې اړ يو، چې د راستنېدونکو کډوالو خدمت په ښه ډول وکړو او خپل ولس ته مورال ورکړو، تر څو راتلونکی ژوند په هېواد کې په امن او خوشحالۍ سره تېر کړي.
زابــــل
شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د شملزو په لار کې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
نن له شملزو لارې څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۰۰ تنه و، زابل او قندهار ولایتونو ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۱ زره او ۵۸۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۸کورنیو سره مجموعا ۱۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د شملزو په لاره کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په شملزو کې ۲۰۹ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په شملزو کې ۱۰ تنه راستنه شوي کډوالو تداوي شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیکا
انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د انګور اډې له لارې درې کورنۍ، چې د غړو شمیر یې ۱۴ تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د انګور آډې له لارې څخه درې کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۱۴ تنه و، خپلو اړونده سیمو او کلیو ته لېږدول شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن په انګور اډه کې له دریو کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۳۰ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن په انګور اډه کې ۱۱۱ خوراکه ډوډۍ، خواړه او اوبه کډوالو ته توزیع شوي دي.
روغتیا: نن په انګور اډه کې ۴۳ تنه راستنه شوي کډوالو تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۷ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
نن په انګور اډه کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــرات
اسـلام کلا لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن د اسلام کلا په لاره کې له اته کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعا ۸۰ زره افغانۍ کیږي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او ستقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د وريښمو له لارې ۳۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
او همدا راز یو رز او ۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
نیمروز کې ۲۴ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۸۷ تنه و، د میشتدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې او ورته د ځای، البسې، غذا ترتیبات نیول شوې دي او د آی او ایم موسسې له لوري ورسره نغدي او غیرنغدي مرستې وشوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳۲ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۸۷ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله میشتدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کابـــــــل
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه 80 کورنۍ چې د افرادو شمیر یې 327 تنه و، کندوز، بلخ او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولیږدول شوې او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه ۳۰۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۳۱۵ کورنۍ او یو زر او ۶۲ وګړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۱۳۶ کورنۍ او ۶۹۲ وګړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۲۴۲ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۵۹ کورنۍ
ټول درملنه شوي کډوال: ۳۵۳ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۸۲۸ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

