د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه د ۴۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ۲۵۰ بستریز ملي مرکز د جوړولو کار پیل شو.
د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي اباد په تدریسي روغتون کې د ۲۵۰ بستریز سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز، کار بیا پیل شو او ټاکل شوې، چې په ۱۴۰۳ کال کې بشپړ شي.
د کابل طبي علومو پوهنتون د مسولینو په وینا، د دغه تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او بیارغونې پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په مالي مرسته پیل شوې وه، خو د ستونزو او د بودیجې د نشتوالي له امله د دغه مرکز کار په ټپه ودرېد.
د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز په هېواد کې یوازینی د تشخیص او درملنې مرکز دی، چې له هېواده بهر د زرګونو سرطان ناروغانو د تګ مخه نیسي.
یاد مرکز به بهر ته د افغانانو له لورې د سرطان ناروغۍ درملنې لپاره د ډېرو لګښتونو مخه ونیسي.
اوسمهال د علي اباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغيو په داخله څانګه کې ۱۴ متخصصين شتون لري، چې ځوانو ډاکټرانو د تدریس ترڅنګ د سرطان ناروغانو ته هم روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

