ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر د چينايي دولتي شرکت MCC  له مشر او ورسره پلاوي سره لیدنه کړې

د MCC شرکت ریيس وانګ جیچنګ د اسلامي امارت لوی سفیر ته د په چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او ځانګړي استازي په توګه د کار پیلولو مبارکي ویلې او دا يې د چين او افغانستان تر منځ د اړيکو د لا ټینګښت او پراختیا په برخه کې مهم پر مختګ بللی.

نوموړي هیله څرګنده کړې، چې چین ته د اسلامي امارت د رسمي سفیر له راتګ سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړیکې لا پراخې شي.

د یاد شرکت مشر همداراز څرګنده کړې، چې دوی غواړي د لوګر ولایت د مس عینک کان د ویستلو په اړه د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د بحث وړ پاتي مسایل هم حل شي، تر څو عملي کار ته لاره هواره شي.

چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسدالله (بلال کریمي) یاد شرکت د چین یو له مهمو شرکتونو څخه بللی.

نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت د افغانستان په اړه د چین مثبت دریځ ستايي او خوښي يې ښودلې، چې یو شمیر چينايي شرکتونو په افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې کړې دي.

ښاغلي کریمي ویلي؛ هڅه به يې دا وي، ترڅو د مس عینک کان د ویستلو د قرارداد په اړه د MCC شرکت او د اسلامي امارت د اړونده مسولینو تر منځ سالم تفاهم رامنځته شي او پر وړاندې یې ځیني پراته تخنیکي خنډونو د له منځه وړلو لپاره د حل لار ولټول شي.