د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوال مولوي صلاح الدین سره لیدنه کړې.
مولوي صلاح الدین د یاد ولایت په ځانګړي ډول د فیض اباد ولسوالۍ د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او همدارنګه د خپلو کړنو په هکله د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
د فیض اباد ولسوال ویلي، ځايي مسولین د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل لپاره له ځنډ پرته هڅه کوي.
نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتي، چې په یاده ولسوالۍ کې زده کړو، د سرکونو بیارغونې او روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ ځايي مسولین خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل مسولیت لري او ویلي يي دي، چې په دې برخه کې باید ځنډ ونشي.
مولوي عبدالسلام حنفي د فیض ابا د ولسوال د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام یادو ستونزو ته رسېدنه کوي.

