د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د مل پلاوي سره خوست ته رسمي سفر کړی.
د یاد سفر موخه په خوست ولایت کې د سموات باغ د صنعتي پارک پرانیسته وه، چې د ځانګړي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه.
مولوي قدرت الله جمال ویلي؛ وخت رارسېدلی، چې صنعتکاران او سوداګر خپله پانګه په خپل هېواد کې په کار واچوي.
نوموړي د یاد پارک پرانیستې ته په اشارې ویلي، اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ په ډګر کې د بېساري ګامونو په پورته کولو سره د هېواد د صنعت ودې ته خپلې قوي ارادې څرګندوي.
د خوست ولایت د سوداګرۍ رییس مولوي شمس الاحد د سموات باغ پارک پرانیسته د خوستي ولس لویه هیله بللې.
یاد پارک ۴۰۰ جریبه ساحه لري او د یو میلیون او ۷۹۳ زره افغانیو په لګښت یې د احاطې دېوال او سرک جوړیږي، چې په ۱۵ کاري ورځو کې به یې د جوړولو چارې بشپړې شي.

