ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا د تېرې ادارې ولسي جرګې پر رییس او د هغه پر زوی بندیزونه لګولي

د امریکا خزانې وزارت د تېرې ادارې ولسي جرګې په مشر میر رحمان رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او د هغوی پر ۴۴ شرکتونو او اړوند بنسټونو بندیزونه لګولي دي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې میررحمان رحماني او زوی یې په قراردادونو کې د ميليونونو ډالرو اختلاس او فساد کې لاس لري.

په اعلامیه کې راغلي: “په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د رحمانیانو شرکتونو تقریباً یو میلیارد لېټره تېل افغانستان ته وارد کړل، حال دا چې د دې تېلو لږه برخه یې د وخت امنیتي ځواکونو ته قرارداد کړې وه.”

د امریکا د خزانې وزارت زیاته کړې؛ رحماني د خپلو شرکتونو پر مټ افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه، چې د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو یې میلیونونه ډالر غلا کړي دي.

“رحمانیانو د خپلو شرکتونو له لارې د تېلو تړونونو په نه عملي کولو سره خپلې فاسدې ګټې پیاوړې کړې او یوولس میلیونه لېټره تېل یې د وخت امنیتي ځواکونو ته ورنه‌کړل. “

له بل لوري د سیاسي چارو کارپوهان بیت‌المال د افغانانو حق بولي او وایي چې اختلاس کوونکي یې باید محاکمه شي.

د دې بندیزونو له مخې هر ډول راکړه ورکړه، چې د منع شویو اشخاصو ګټې پکې شاملې وي منع دي او مالي بنسټونه او نور هغه کسان، چې له دوی سره په راکړه ورکړه کې برخه اخلي د امریکا له بندیزونو سره مخ کېدای شي.