د کندوز ولایت په علی اباد ولسوالۍ کې د هینجې د تولید او پروسس یو شرکت لخوا د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پر ٧٠٠ جریبه دولتي ځمکې د هینجې د کرلو په برخه کې پانګونه شوې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ٥٠٠ تنو ته د کار زمینه برابره شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د کندوز ولایت د کرنې، اقتصاد، برېښنا او یو شمېر نورو ادارو مسولینو په خپلو خبرو کې دغه یوه مهمه کړنه یاده کړې او د ښه پلي کېدو په برخه کې یې د خپلو ادارو لخوا د لازمو همکاریو ډاډ ورکړی.
د یاد ولایت دفتر رییس مولوي عبدالغفور شهیدزي د یاد شرکت له مسولینو څخه په دغه برخه کې د پانګونې له امله مننه کړې او په نورو شرکتونو او سوداګرو یې هم غږ کړی، چې له شته فرصتونو نه په ګټې اخیستنې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د یادولو ده چې په یاده پروژه کې د کارګرو یوه برخه له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي هېودوال تشکيلوي.
کندوز کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت پر ۷۰۰ جریبه ځمکه د هینجې کرلو په برخه کې پانګونه شوې

