ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوګر ولایت د سرخاب بند د ساتنې او مراقبت پروژه د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوه

یاده پروژه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني، د اسلامي امارت لوړپوړو مسولینو، قومي مشرانو او د لوګر ولایت د ګڼ شمیر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال ویلې؛ د اسلامي امارت مشران په پوره ژمنتیا او د مسولیت پذیري له احساس سره شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو له ولس سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د لوګر ولایت والي له خلکو څخه یې غوښتي، چې د یاد بند د ساتنې او مراقبت په برخه کې د اوبو او انرژي له وزارت سره همکاري وکړي.

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریيس مولوي محمد اسماعیل اخوندزاده او د یاد ولایت یو شمیر قومي مشرانو په لوګر کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د روانو پروژو کړنې یې ستایلي.

د سرخاب ذخیروي بند د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالي کې شتون لري، چې د ۲۵ مترو په لوړوالي او ۱۳۵ مترو په اوږدوالي سره د نهه میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او شاوخوا درې زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.