ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکمنستان سره د نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژې په اړه ګډه تخنیکي ناسته شوې

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ پلاوي او تخنیکي مسولینو د ترکمنستان هېواد نړیوالو تخنیکي پروژو مسول مراد آرتیکوف او ورسره مل راغلي تخنیکي پلاوي سره ګډه ناسته کې د هرات نورالجهاد سب سټېشن پراختیايي پروژې کار پرمخ وړلو، اسنادو چمتو کولو د پروژې پر وخت پلي کېدو ټېنګار په اړه خبرې کړي.

د برېښنا شرکت رهبرۍ له ترکمن لوري غوښتنه کړې، چې د دواړو لورو تخنیکي پلاوو ګډو ناستو کې دې وړاندیزونه، سمونې، د اسنادو چمتو کول او د تجهیزاتو څرنګوالي په اړه وروستۍ هوکړې ته رسیدل نهايي کړي څو د یادې پروژې چارې پرته له ځنډ ژر بشپړې او ټاکلي پلان سره سم پر مخ ولاړې شي.

د ترکمنستان هېواد پلاوي د برېښنا پېرودلو او تخنیکي پروژو برخه کې ګډې ناستې او د ستونزو پر حل ګډې خبرې مهمې او ګټورې بللي.

د ترکمنستان هېواد تخنیکي پلاوي سره د برېښنا شرکت تخنیکي څانګې مسولینو ګډې ناستې کې به د یادې پروژې په اړه هر اړخیزې خبرې وشي او په پای کې به ګډ دوه اړخیز پروتوکول لاسلیک شي.

د هرات نورالجهاد سب سټېشن پراختیا او له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا کچې لوړیدو سره به د هېواد شمال لویدیځ زون کې د برېښنا کمښت ستونزې په بشپړ ډول حل شي، چې دا به د کورنیو تولیداتو پر پراختیا، اقتصاد، کرنې او هره برخه کې پر سوداګرۍ مثبت اغیز وکړي.