ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د هېواد ټول کادرونه د دې وطن او ملت پانګه او موږ ته د قدر وړ دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو له یو شمېر متخصص ډاکټرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو ډاکټرانو د کابل ښار د روغتونونو وضعیت تر څنګ د دې روغتونونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

دوی ویلي، چې دا روغتونونه په بېلا بېلو برخو کې د متخصصو ډاکټرانو له لوري د هېواد په کچه ناروغانو ته طبي خدمتونه وړاندې کوي، خو بیا هم په یادو روغتونونو کې د پرمختللو طبي وسایلو او امکاناتو د کمبود له امله د سرطان په څېر د ځینو ناروغیو درملنه نه کېږي.

چې د دغو وسایلو او امکاناتو په برابرېدو سره یې د هېواد په داخل کې درملنه شوني کېږي او له هېواده بهر مسافرۍ او د پانګې د وتلو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

دوی دغه راز د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د روغتیا په ځانګړي ډول د متخصصو ډاکټرانو د روزنې، د معیاري طبي وسایلو برابرولو او ټول هېواد کې د روغتیایي مرکزونو د پراختیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ښار د روغتونونو متخصص ډاکټرانو ته د ښه راغلاست پر مهال صحت د خلکو له لومړنیو اړتیاوو او اسلامي امارت له اساسي تعهداتو بللی او ویلي یې دي؛ یوه سالمه ټولنه هغه مهال منځته راځي چې روغتیایي سیستم یې سالم او په نړیوالو معیارونو برابر تر ټولو غوره خدمات وړاندې کړي، ځکه په زوړ روغتیایي سیستم سره یوه سالمه ټولنه نه شو لرلای.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد په روغتیایي سیستم کې د اصلاحاتو پیل ته په اشارې ویلي، چې دغه اصلاحات له یوه روغتونه پیل شوي او په تدریجي توګه به د هېواد په کچه نورو روغتونونو او صحي مرکزونو ته پراختیا ومومي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې؛ په بېلا بېلو برخو کې د هېواد ټول کادرونه د دې وطن او ملت پانګه ده او موږ ته د قدر وړ دي، چې له یو بل سره په همغږۍ دا هېواد اباد او د افغانستان ملت له ستونزو خلاصولای شو.