د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې تېره شپه د دې هېواد سپاه پاسداران د پاکستان په خاوره کې د جیشالعدل ډلې په دوو مرکزونو راکټي بریدونه کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران له لوري یاد بریدونه غندلي او دا یې د پاکستان په هوایي حریم او خاوره تیری یاد کړی دی.
ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړی.
بل لوری جیشالعدل هم د پاکستان په خاوره کې د دوی په مرکزونو یاد بریدونه تایید کړي.
د ایران سپاه پاسداران له دې بریدونو یوه شپه وړاندې په عراق او سوریه کې د ایران ضد ډلو مرکزونه په نښه کړي وو.

